د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د مېرمنو ملي کمېشن د ثنا یوسف د قضیې رڼو پلټنو غوښتنه وکړه


ټېکټاکره ثنا یوسف - انځور له ارشیفه
ټېکټاکره ثنا یوسف - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د مېرمنو د وضعیت ملي کمېشن وايي د وژلې شوې ټېکټاک کاروونکې ثنا یوسف د قضیې دې رڼې پلټنې ترسره شي.

د خیبر پښتونخوا له چترال سیمې سره تړاو لرونکې د ټولنیزو رسنیو پېژندل شوې څهره ۱۷ کلنه ثنا یوسف د جون په درېیمه په اسلام اباد کې په خپل کور کې په ډزووژل شوې وه.

د اسلام اباد پولیسو د جون په درېیمه ادعا کړې وه چې د ثنا یوسف د وژلو په شک کې یې یو کس له فیصل اباده نیولی دی. د پولیسو په وینا نیول شوی تن عمر حیات نومېږي، د کاکا په نامه شهرت لري، پخپله هم یو ټېکټاکر او د ثنا یوسف ملګری دی.

د مېرمنو د وضعیت ملي کمېشن (NCSW) مشرې ام لیلا اظهر د جون پر څلورمه په یوه بیان کې وویل چې د ثنا یوسف وژنه په پاکستانۍ ټولنه کې د سړو برلاسیتوب او د مېرمنو محرومي انځوروي.

نوموړې وايي: "موږ د ثنا او د هغې د کورنۍ لپاره انصاف غواړو. د هغې د وژل کېدو دې سملاسي، رڼې او بشپړې پلټنې وشي."

د مېرمنو د وضعیت ملي کمېشن یوه حکومتي اداره ده چې د پاکستان د بشري حقونو د وزارت لاندې فعالیت کوي.

ثنا یوسف په ټېکټاک اته لکه او په انسټا ګرام پینځه لکه تعقیبوونکې (فالورز) لرل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جون په درېیمه په یوه بیان کې د پولیسو ستاینه کړې وه چې د ثنا یوسف وژونکی یې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG