د لاسرسي ځای

تازه خبر

رایل چېلینجرز بنګلور دلومړي ځل لپاره د ای پي اېل اتلولي وګټله


دا لومړی ځل دی چې رایل چېلینجرز بنګلور د ای پي اېل اتلولي ګټي. انځور: جون ۳ کال ۲۰۲۵ز
دا لومړی ځل دی چې رایل چېلینجرز بنګلور د ای پي اېل اتلولي ګټي. انځور: جون ۳ کال ۲۰۲۵ز

د انډيين پريميېر ليګ (ای پي اېل) سږنۍ لوبې رایل چېلینجرز بنګلور وګټلې. دوی په پای لوبه کې پنجاب کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د جون په درېیمه په پای لوبه (فاینل) کې رایل چېلینجرز بنګلور لومړۍ لوبه وکړه او د نهو لوبغاړو په تاوان یې ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

د هند افسانوي بیټسمین ویرات کوهلي د رایل چلینجرز بنګلورلوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې وکړې. نوموړي په ۳۵ توپونو ۴۳ منډې ترسره کړې چې پای کې د نامتو افغان بالر عظمت الله عمرزي په توپ اوټ شو .

پنجاب لوبډلې ترپایه مبارزه وکړه خو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان یوازي ۱۸۴ منډې وکړي.

په دې توګه د جون په درېیمه د هند پریمیر لیګ T 20 په فاینل کې رایل چلینجرز بنګلورلوبډلې پنجاب کېنګز لوبډلې ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.

د انډيين پريميېر ليګ (ای پي اېل) په سیالیو کې دا لومړی ځل دی چې رایل چېلینجرز بنګلور اتلولي وګټله.

د لوبې فاینل د احمد اباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شو. په دغه لوبغالي کې د ۱۳۲،۰۰۰ کسانو د کېناستو لپاره څوکۍ موجودې دي او د جون درېیمې نېټې په لوبه کې ټول ۹۱،۰۰۰ کسان هلته موجود وو.

XS
SM
MD
LG