د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د ګزڼ ناروغۍ یا پولیو لومړۍ پيښه ثبت شوې ده.
په اسلام اباد کې د روغتیا ملي انسټیټیوټ په يوه خبرپانه کې ويلي دي چې د جون پر لومړۍ نېټه د ګلګت بلتستان د دیامير ضلعې یو ۲۳ میاشتنی ماشوم د پولیو په وایروس اخته شوی دی.
په بيان کې راغلي دي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې تراوسه په ټول هېواد کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره مياشت د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې د پولیو ضد پينځه ورځنی کمپاین ترسره شو چې په کې نږدې ۷.۳ میلیونه داسې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شو چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وو.
د يادونې وړه ده چې پوليو ناروغي په نوره نړۍ کې ختمه شوې ده خو يوازې په پاکستان او افغانستان کې شتون لري. پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې کولی شي ماشومان د تل لپاره معزوره کړي.
د پاکستان حکومت پر دې سربېره د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمنتیا ښيي چې د دې ناروغۍ ضد واکسین ورکوونکو ډلو په پرلپسې بریدونه کېږي خو زمه واري یې څوک نه اخلي.
په دې لړ کې وروستۍ پېښه د مې پر ۲۸مه د بلوچستان په نوشکي کې شوې وه. په دې برید کې يو پوليس وژل شوی وو.