پوليس وايي د خيبر په جمرود کې د یوه شخصي ښوونځي د مشر د "تشدد" له امله یو ۱۳ کلن ماشوم وژل شوی دی.
د خیبر ضلعې پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل چې نن سهار د جمرود په یوه شخصي ښوونځي کې مشر ښوونکي وقار احمد د شپږم ټولګي پر یوه زده کوونکي اتحاد اپرېدي "پر معمولي خبره تشدد" وکړ او هغه يې په وهلو ټکولو ژوبل کړ.
نوموړي زياته کړه، دغه ماشوم په ژوبل حالت کې پېښور روغتون ته یووړل شو، چې وروسته يې هلته ساه ورکړه.
د خیبر ضلعې پولیسو مشر رای مظهر اقبال تورن سرښوونکی وقار احمد ګرفتار کړی او بندي کړی دی.
پولیس وایي د وقار احمد خلاف يې مقدمه درج کړې او له قانون سره سم چلند به ورسره کوي.
د تورن ښوونکي د بيان په اړه لا پوليس څه نه دي ويلي.
د خيبر پوليسو مشر ويلي دي چې په هغه ضلع کې به په ښوونځيو کې پر ماشومانو د ښوونکو تشدد په هېڅ صورت و نه زغمي.
تر دې وړاندې هم د خيبر پښتونخوا په ښوونځيو او مدرسو کې د ځينو ښوونکو د تشدد او وهلو ټکولو له امله ماشومان ژوبل شوي او وژل شوي دي.