د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: نن پاکستان او بنګلادېش دويمه ۲۰ اووره لوبه کوي


د پاکستان تېز بالر حسن علي بنګلادېشي لوبغاړو ته توپ اچونه کوي ـ د مې ۲۸مې انځور
د پاکستان تېز بالر حسن علي بنګلادېشي لوبغاړو ته توپ اچونه کوي ـ د مې ۲۸مې انځور

د پاکستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې په دويمه ۲۰ اووره لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر ۳۰مه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اته او د کابل پر اووه نيمو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې، د مې پر ۲۸مه پاکستان بنګلادېش ته په لومړۍ ۲۰ اووره لوبه کې په ۳۷ منډو ماتې ورکړې وه.

دواړې لوبډلې به د ۲۰ اووره لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ سيالي د جون پر لومړۍ نېټه په لاهور کې کوي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې، د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو سیالۍ تر سره شوې چې پايلوبه يې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه.

په هغه سيالۍ کې لاهور قلندرز کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سياليو اتله شوه.

XS
SM
MD
LG