د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ۲ کورنيو ترمينځ جګړه کې ۴ کسان وژل شوي دي


د افغانستان د خوست ولايت يو کلی ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان د خوست ولايت يو کلی ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د دوو کورنیو تر مينځ په شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د خوست د امینه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار د مې پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه د تڼیو د للمې په کوټکي کلي کې د دوو کورنیو تر مينځ د ماشومانو پر سر وسلواله شخړه وشوه چې د یوې ښځې په ګډون پکې څلور کسان وژل شوي او یوه ښځه ژوبله شوې هم ده.

نوموړي زياته کړه چې امنيتي چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

تڼۍ ولسوالي د خوست په سویل لوري کې له پاکستان سره پر پوله پرته ده چې څلور لوی قومونه خوبي خېل، درنامي، اریزي او سینکي پکې میشت دي.

XS
SM
MD
LG