د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې په ۲۵مه، ترکیې ته تللی او له هغه ځايه به وروسته ايران، اذربایجان او تاجکستان ته ځي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وزيراعظم به د هغو هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمه ییزو او نړیوال اهمیت لرونکو ټولو مسايلو په اړه هر اړخیز بحثونه او خبرې اترې کوي. دا پينځه ورځنی سفر دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وزيراعظم به د هغو ملګرو هیوادونو هم مننه وکړي چې له هند سره یې د وروستي کړکیچ په وخت د پاکستاني دریځ ملاتړ کاوه. په همدې حال کې د هند حکومتي او د بېلابېلو ګوندونو له غړو جوړ يو پلاوي هم د مې په ۲۵مه د بهرنيوو هېوادونه سفرونه پيل کړي دي. هغه پلاوي خپله دا دوره پد امريکا په نيويارک کې د سپتمبر د يووولسمې ترهګریزو بريدونو د وژل شويو قربانيانو د يادګار په ځای کې د ګلانو په اېښودلو پيل کړه. دغه پلاوی به ګیانا، پاناما، برازیل او کولمبیا ته هم ځي.
د هند رسنيوو ليکلي چې د پارلمان د غړي سشي ترور په مشرۍ، دغه پلاوي خپل دا سفر له دې ځایه ځکه پيل کړ چې پر نيويارک هغه بریدونه د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده وسله والې ډلې کړي وو. امريکايي پوځيانو بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې په ايبټ اباد کې د هغه په کور کې وواژه.
پاکستان او هند د مې له اوومې تر يوولسمې پورې د یو بل پر خاوره د ميزايلو حملې وکړې. دواړو غاړو په هغه جګړه کې چې د امريکا په منځګړتوب یې اوربند وشو، يو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کړې دي.
د اسلام اباد او نوي دهلي ترمنځ تاوتريخوالی تر هغې وروسته زیات شو چې د اپريل پر ۲۲مه، د هند تر ادارې لاندې د کشمير په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۶ ولسي وګړي ووژل او ۱۷ یې ژوبل کړل. د کشمير مقاومت په نوم کمې پېژندل شوې وسله والې ډلې د هغه برید زمه واري منلې وه.
هند تور پورې کړ چې هغه برید په پاکستان کې پلان شوی خو اسلام اباد دا تور رد کړ. تر دې وروسته هند د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير، او د پنجاب صوبې په مریدکې او بهاوالپور د ميزايلو حملې وکړي او اعلان یې وکړ چې ګڼ وسله وال یې وژلي دي. پاکستان دعوه وکړه چې په هغه برید کې ولسي وګړي وژل شوي. خو په کشمير کې جنګېدونکې یوې وسله والې ډلې، "جیش محمد" په يوه خبرپاڼه کې منلې وه چې د هند په هغو حملو کې یې د مشر، مولانا مسعود اظهر۱۰ خپلوان او څلور نېږدې ملګري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ دعوه وکړه چې په ځوابي بریدونو کې یې پينځه هندۍ جیټ الوتکې او ار ۷۰ زیاتې ډرون ویشتلې دي، خو هند دا رد کړې ده. د هند د "سیندور" په نوم عملياتو مشري، د هندي پوځ دوو ښځو افسرانو (کرنل صوفيې قریشي او وينګ کمانډرې ويوميکا سينګ) کوله.
دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې پاکستان او هند د څو ورځو لپاره د توغندیو، ډرون او توپخانې بریدونه تبادله کړل چې پکې دواړو خواو ته لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوړېده . د بريدونو نه پس د دواړو هيوادونو ترمينځ د مې په لسمه ډز بندي وشوه. دا شخړه د اپریل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته پیل شوه چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول. هند د دې بريد تور په پاکستان ولګولو خو پاکستان په دې کې لاس لرل رد کړل.
پاکستان ويلي چې د هند د بریدونو په ځواب کې د بنیان المرصوص په نوم عمليات پيل کړل او د هند د ګڼو پوځي ځایونو د ویشتلو تر څنګ یې د هندي پوځ د مرګژوبلې اړولو دعوه وکړه. خو هندي چارواکي وايي چې په هغو حملو کې ولسي وګړي زیانمن شوي دي. په ازاد او کره ډول د دواړه غاړو تصديق نه شي کېدلی.