د هند دفاع وزير: پاکستان ته د ای اېم اېف ورکړل شوې زياتره پيسې د ترهګرو لاسونو ته ځي
د هند دفاع وزیر دعوه کوي چې د نړيوال مالياتي صندوق (ای اېم اېف) له خوا پاکستان ته د ورکول کېدونکو مالي مرستو زياته برخه د "ترهګرو" لاسونو ته ځي. نوموړي دا بيان تر هغه وروسته ورکړی چې په روانه اونۍ کې ای اېم اېف پاکستان ته د يو مېليارد (ارب) ډالره پور ورکړ. پاکستان په وار وار ويلي دي چې دا پيسې به د ای اېم اېف له شرايطو سره سمې مصرفوي. په دې اړه د رويټرز، اسوشيېټېډ او فرانس پرېس خبري اژانسونو له ويډيوګانو جوړ راپور.