هند او پاکستان تر هغه وروسته يو ځل بيا پر يو بل د خپلو هوايي حريمونو د کارولو بنديزونه غځولي چې دواړو هېوادونو په مې مياشت کې پر يو بل هوايي بريدونه وکړل.
د پاکستان د هوايي ډګرونو د نظم ادارې د مې پر ۲۳مه په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دوی په هوايي حریم کې د هند پر الوتکو لګېدلی بندیز د جون تر ۲۴مې دوام ولري.
بيان زياتوي، دا بندیز د هند د نظامي الوتکو ترڅنګ، پر ملکي الوتکو، په هند کې پر ثبت شویو الوتکو او د هندیو هوايي شرکتونو له خوا پر کرایه شویو الوتکو لګېدلی دی.
پاکستان وايي دا بندیز له ځمکې نیولی تر لامحدود لوړوالي پورې ټاکل شوی دی.
پاکستان زياته کړې ده چې نور نړیوال شرکتونه کولی شي د پاکستان په فضا کې خپلې الوتنې وکړي.
بلخوا په یوه ورته پرېکړه کې د هند د ملکي هوايي چلند وزارت د مې پر ۲۳مه ویلي دي چې د جون تر ۲۳مې به د پاکستان الوتکې، د پاکستان لخوا راجسټر شوې الوتکې، د پاکستان لخوا چارټر شوې الوتکې او د پاکستان پوځي الوتکې د هند فضايی حریم ته د ننوتلو اجازه و نه لري.
هند او پاکستان لومړی ځل په اپرېل کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سيلانيانو تر وسلوال بريد وروسته د هوايي حریم محدودیتونه ولګول. په هغه برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي ول.
اسلام اباد د کشمیر په پهلګام کې ترسره شوې پېښه چې پکې د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.
د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.
خو بل لوري ته هند تور پورې کړ چې هغه برید په پاکستان کې پلان شوی وو خو اسلام اباد دا تور رد کړ.
تر دې وروسته هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير او د پنجاب صوبې پر مریدکې او بهاولپور د ميزايلو حملې وکړې او ادعا یې وکړ چې ګڼ وسلوال یې وژلي دي.
پاکستان دعوه وکړه چې په هغه برید کې ولسي وګړي وژل شوي دي خو په کشمير کې جنګېدونکې یوې وسلوالې ډلې، "جیش محمد" په يوه خبرپاڼه کې منلې وه چې د هند په هغو حملو کې یې د مشر، مولانا مسعود اظهر ۱۰ خپلوان او څلور نېږدې ملګري وژل شوي دي.
بیا وروسته د پاکستان پوځ دعوه وکړه چې په ځوابي بریدونو کې یې پينځه هندۍ جنګي الوتکې او لسګونه ډرون ویشتلې دي، خو هند دا دعوه رد کړې ده.
پاکستان ويلي چې هند وروسته د مې پر نهمه، د پاکستان پوځ مرکزونه په نخښه کړل چې په ځواب کې یې پاکستان د مې پر ۱۰مه د "بُنيانُ المرصوص" په نوم پوځي عمليات وکړل او د توغنديو په وسيله يې د هند د ګڼو پوځي مرکزونو د ویشتلو دعوه وکړه. خو هندي چارواکي وايي چې په هغو حملو کې ولسي وګړي زیانمن شوي دي. په خپلواک او کره ډول د دواړه غاړو د دعوو تصديق نه شي کېدلی.
وروسته د مې پر ۱۰مه مازيګر مهال د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند د هوکړې اعلان وکړ، خو اوس هم د پاکستان او هند ترمينځ حالات ترينګلي دي.