د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د پيسو کموالی به شپږ نیم مېلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې کړي


په کندهار کې یوه نرسه په روغتیايي مرکز کې د یوې مېرمنې درملنه کوي - انځور له ارشيفه
په کندهار کې یوه نرسه په روغتیايي مرکز کې د یوې مېرمنې درملنه کوي - انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق وايي چې د بودیجې د کموالي له امله به، شاوخوا شپږ نیم مېلیونه افغانان، چې زیاتره یې ښځې او نجونې دي، په افغانستان کې له ضروري روغتیايي خدماتو بې‌ برخې شي.

د یادې ادارې د افغانستان څانګې د مې پر ۲۲مه پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي دي چې په ليرو پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه مجبوره دي چې خپلې دروازې وتړي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی وو چې د بودیجې د کمښت له امله، د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د روان ۲۰۲۵ز کال تر جون میاشتې پورې د بندېدو له خطر سره مخامخ دي.

دغه سازمان ویلي ول چې د روان کال د مارچ تر څلورمې نېټې پورې، ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د مالي امکاناتو د نه شتوالي له امله بند شوي دي.

XS
SM
MD
LG