د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر ۲۱مه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه نيمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي.
تر دې يوه ورځ وروسته، د مې پر ۲۲مه لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۲۵مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.