د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي اېس اېل او ای پي اېل کرکټ ليګونو پاتې سيالۍ د مې له ۱۷مې بيا پيلېږي


د پېښور زلمي مهران ممتاز د کوټه ګلېډيېټرز د توپوهونکي تر سوځولو وروسته خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه
د پېښور زلمي مهران ممتاز د کوټه ګلېډيېټرز د توپوهونکي تر سوځولو وروسته خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د کرکټ غوره ليګ (پي اېس اېل) او د هند د کرکټ غوره ليګ (ای پي اېل) د ۲۰ اووره کرکټ سياليو پاتې لوبې به د مې له ۱۷مې پيل شي.

د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونو په جلا جلا خبرپاڼو کې د لوبو نوی مهالویش اعلان کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د مې پر ۱۳مه پر اېکس ليکلي دي چې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) سیاليو پايلوبه به د مې پر ۲۵مه کېږي، خو دا یې نه دي ويلي چې سیالۍ به په کومو ښارونو کې وشي.

نوموړي تر دې وړاندې ويلي ول چې د پي اېس اېل پاتې سيالۍ به په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

بلخوا د هند کرکټ بورډ د مې پر ۱۲مه وويل چې د انډيين پريميېر ليګ (ای پي اېل) پاتې ۱۷ سیالۍ به د هند په بېلابېلو ميدانونو کې وشي چې پايلوبه به یې د جون پر درېيمه وي.

دغه سیالۍ د مې پر اتمه، تر هغه وروسته وځنډېدې چې د هند او پاکستان پوځ د يو بل پر خاوره حملې پيل کړې، خو د مې پر ۱۰مه د امريکا په مينځګړيتوب تر اوربند وروسته، اوس د کرکټ دا سیالۍ بیا پيلېږي.

XS
SM
MD
LG