د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین سره د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه له پامه غورځولې او پرځای یې له کیېف سره د سولې مستقیمې خبرو اترو وړاندیز کړې دی.
په مسکو کې د مې پر ۱۱مه سهار وختي يوې خبرې غونډې ته وينا کې پوتين وويل چې ممکنه ده دا خبرې اترې بې له کوم شرطه د مې پر ۱۵مه په استنبول کې وشي. ولسمشر پوتين د سولې خبرې اترې "بیا پیلولو" وړاندیز په داسې حال کې وکړ چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د روسیې او اوکراین ترمينځ مذاکرات شوي وو.
پوتین وویل: "موږ جدي خبرو اترو ته ژمن يو. هدف د شخړې اصلي لاملونه له منځه وړل دي او په تاریخي لحاظ اوږدمهاله، تلپاتې سوله رامینځته کول دي." هغه زياته کړه چې ډیر ژر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي ترڅو په استانبول کې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د هغه مرسته وغواړي.
د پوتین د څرګندونو لږ وروسته، د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلینسکي پر اېکس ليکلي چې د پوتين د هغه وړاندیز هرکلی کوي. نوموړي وويل چې دا د جګړې ختمولو لپاره مثبته نښه ده او تيار دی چې د سولې لپاره له ولسمشر پوتين سره وويني.
زېلينسکي ليکلي: "دا یوه مثبته نښه ده چې روسانو بالاخره د جګړې د پای ته رسولو په اړه فکر پیل کړی دی. ټوله نړۍ له ډېرې مودې راهیسې د دې په تمه وه. او د هرې جګړې د ریښتینې پای ته رسولو لپاره لومړی ګام اوربند دی. "نوموړي زياته کړه: "د یوې ورځې لپاره هم د وژنې دوام هیڅ معنی نلري. موږ تمه لرو چې روسیه به سبا، د می په ۱۲مه، د اوربند - بشپړ، دوامداره او باوري - تایید کړي. اوکراین دې ته تيار دی."
د پوتین د سهار له لنډې وینا څو ساعته وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولينزي رسني ټروت سوشل وویل چې دا د "روسیې او اوکراین لپاره په یوه ښه ورځ وه." هغه زیاته کړه: "د سلګونو زرو کسانو د ژوند په اړه فکر وکړئ چې ژغورل کېدای شي. هيله ده دا نه ختمیدونکې 'وینې تویيدنه' پای ته ورسیږي."
ټرمپ زياته کړه: "دا به یوه بشپړه نوې او ډیره ښه نړۍ وي. زه به د دواړو خواوو سره کار ته دوام ورکړم ترڅو ډاډ ترلاسه کړم چې دا کار ترسره شي."
د سولې په خبرو سربیره هم جګړه روانه ده. د مې پر ۱۱مه، په کيېف کې چارواکو وویل چې روسي ځواکونو د اوکراین په پلازمینه هوايي برید پیل کړی دی. سیمه ایزې پوځي ادارې وویل چې په کېف کې ډرونونه توغول شوي چې ځواب يې ورکړی دی.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو پوځيانو سختې جګړې کړې او د يو بل زرګونو سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولې او جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.