د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: له پوتین سره مې د اوکراین د جګړې پر ختمولو خبرې کړي


ټرمپ نه دي ویلي چې هغه خبرې یې کله کړي دي ـ انځور له ارشیفه.
ټرمپ نه دي ویلي چې هغه خبرې یې کله کړي دي ـ انځور له ارشیفه.

د امريکا ولسمشر ويلي، له خپل روسي سيال سره يې خبرې کړې دي او باوري دی چې په اوکراين کې د جګړې ختمولو په موخه هڅې يې ښې پر مخ روانې دي.

دې خبرې کييف وېرولی چې ګواکې په هغه پروسه کې له پامه غورځول شوی دی.

ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې د فبرورۍ پر نهمه هغه مهال خبريالانو ته وکړې چې د امريکا “نيو اورلينز” ښار ته د فټبال د يوې سيالۍ ليدو لپاره په خپله الوتکه کې روان وو.

نوموړي البته روښانه نه کړه چې له وولاديمير پوتين سره يې خبرې د ولسمشرۍ تر لوړې چې د جنورۍ پر ۲۰مه يې کړې وه، مخکې او يا هم تر هغې وروسته شوې دي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته زياته کړه چې اداره يې له اوکراينيو چارواکو سره هم په رابطه کې ده. نوموړي په دې اړه هم وضاحت ور نه کړ خو و يې ويل، “موږ له دواړو خواو سره خبرې کوو.”

بلخوا کرېملېن نن يعنې د فبرورۍ پر ۱۰مه وويل چې د ټرمپ او پوتېن ترمينځ د خبرو رپورټونه نه تاييدوي او نه يې هم ردوي.

XS
SM
MD
LG