د پاکستان استخباراتي سرچينې وايي، په جنوبي وزیرستان کې په یو وسلوال برید کې نهه پوځي سرتېري وژل شوي او پینځه نور ژوبل دي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه چارواکي د مې پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د منتوی سپل پنګې پر ډنډ امنیتي پوسته باندې ناپېژندليو وسلوالو برید وکړ چې په نتيجه کې يې نهه پوځيان ووژل شول او پينځه نور ژوبل شول.
دغه چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډيو ته زياته کړه چې وژل شوي او ژوبل سرتېري د جنوبي وزیرستان روغتون ته رسول شوي دي او پوځ په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د برید ذمه واري منلې ده او رسنیو ته يې په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې د پوځ ۲۰ سرتېري یې وژلي دي. په بیان کې دا هم راغلي دي چې په برید کې د ټي ټي پي یو وسلوال هم وژل شوی چې دوی یې نوم مصعب ښوولی دی.
مشال راډيو په خپلواک ډول د ټي ټي پي دعوه نه شي تاييدولای.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د هغې صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.