د پاکستان کرکټ بورډ نن (د مې پر نهمه) تایید کړه چې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو پاتې سیالۍ متحده عربي اماراتو ته انتقال شوې دي.
تر دې اعلان وروسته، هغه وروستۍ اته لوبې چې مخکې په راولپېنډۍ، ملتان او لاهور کې پلان شوې وې، اوس به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د مې پر نهمه پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د پاتې سیالیو مهال وېش به، چې پکې نېټې او ځایونه شامل دي، پر مناسب وخت شريک کړي.
د پي سي بي مشر او د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د دې پرېکړې لامل پر پاکستان د هند بريدونه بللي دي او زياته کړې يې ده چې دا ګام يې د پي اېس اېل "د کورنيو او بهرنيو مېلمنو د امنيت باوري کولو" لپاره پورته کړی دی.
نوموړي په خپل بيان کې ويلي دي: "زه خواشینی یم چې زموږ کورني لیدونکي او د کرکټ مینوال به ونه توانېږي چې دغه سیالۍ د پاکستان په لوبغالو کې له نېږدې وګوري."
تر دې وړاندې، د مې پر اوومه پاکستانيو چارواکو اعلان کړی وو چې پر پاکستان د هند پر بريدونو سربېره به د پي اېس اېل سيالۍ په پاکستان کې دننه دوام وکړي.
تر هغه بيان وروسته د مې پر اوومه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې سيالي شوې وه چې کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ ته په ۱۰۹ منډو ماتې پکې ورکړې وه. خو تر هغه يوه ورځ وروسته، د مې پر اتمه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز تر مينځ اعلان شوې سيالي وځنډول شوه.
تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې له نهو سياليو څخه شپږ ګټلې دي او په ۱۳ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده.
تر دې وروسته کراچۍ کېنګز لوبډلې له اتو لوبو څخه پينځه او اسلام اباد یونایټېډ بيا له نهه لوبو څخه پينځه ګټلي او ۱۰، ن۱۰ پواینټه لري او د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر دویم او درېيم مقام دي.
لاهور قلندرز له خپلو نهو سياليو څخه د پينځو او داراز پېښور زلمي له خپلو اتو سياليو څخه د پينځو سیالیو په ګټلو په ترتيب سره نهه او اته شمېرې لري او پر څلورم او پينځم مقام دي.
بلخوا ملتان سلطانز لوبډلې له نهو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال د دوه پواينټه (شمېرو) په درلودو سره پر وروستي مقام ده.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه یې د مې پر ۱۸مه ټاکل شوې ده.
تر اوسه د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېدلې.