د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي


د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د پېښور زلمي د توپهونکي پر سوځېدو خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه
د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د پېښور زلمي د توپهونکي پر سوځېدو خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر دويمه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، کراچۍ کېنګز ملتان سلطانز ته په ۸۷ منډو ماتې ورکړه.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مې پر لومړۍ نېټه کراچۍ کېنګز لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په زيان ۲۰۴ منډې وکړې.

په ځواب کې د ملتان سلطانز ټول لوبغاړي په ۱۷م اوور کې د ۱۱۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل.

بلخوا د مې پر لومړۍ نېټه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د لاهور قلندرز او کوټه ګلیډیېټرز ترمينځ لوبه بې نتيجې پای ته ورسېدل.

د مې پر درېيمه اسلام اباد يونايټېډ او کوټه ګلیډیېټرز یو بل ته مخامخېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې له شپږو سياليو څخه پینځه ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته لاهور قلندرز له اتو څخه د څلورو او کوټه ګلیډېټرز لوبډلې له اووه سیالیو څخه د څلورو په ګټلو نهه، نهه پواینټه لري او د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر دویم او درېيم مقام دي.

کراچۍ کېنګز له خپلو اووه څخه د څلورو سیالیو په ګټلو شپږ شمېرې او څلورم مقام لري. داراز پېښور زلمي له شپږو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور شمېرې او پينځم مقام لري.

بلخوا ملتان سلطانز لوبډلې له اتو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال د دوه پواينټه (شمېرو) په درلودو سره پر وروستي مقام ده.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG