د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا د بهرنيو چارو وزير پر پاکستان او هند د ترينګلتيا کمولو غږ کړی دی


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو پر پاکستان غږ کړی دی چې د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې دې د شوي برید په پلټنو کې همکاري وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې روبیو د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف سره د خبرو پر مهال هغه ته وویل چې په پهلګام کې د شوې حملې د غندنې ضرورت دی او اسلام اباد دې له نوي دلي سره ترينګلتيا کمه کړي.

په بیان کې راغلي دي چې دواړه مشران پر دې راضي ول چې "ترهګر باید د خپل ظالمانه تشدد لپاره سزا شي."

د اپرېل پر ۲۲مه په پهلګام کې پر سيلانيانو په وسلوال بريد کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی دی او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی دی.

اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.

د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په يوه بله خبرپاڼه کې ويلي دي چې مارکو روبیو د هند له بهرنيو چارو وزير اېس جېشنکر سره هم پر هغه ورځ خبرې وکړې او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې امريکا ورسره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ولاړه ده. روبیو شنکر ته هم ويلي چې له پاکستان سره دې روانه ترينګلتیا کمه کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چې مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار په اسلام اباد کې د امريکا له ناظم الامورې (شارژدافېیرې) نېټلي بېکر سره پر سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي دي چې د اپرېل پر ۳۰مه شوي دې ملاقات کې پاکستان د سيمې د امنيت لپاره خپله ژمنتيا وښوده او امريکايي چارواکې وويل چې د اسلام اباد او نوي دلي ترمينځ ترينګلتيا کمولو لپاره به له دواړو غاړو سره په تماس کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG