د خیبر پښتونخوا په کوز جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او بل ژوبل دی.
د اعظم ورسک تاڼېدار عالمګیر مسید مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اېف سي ځواک د ودانۍ شاوخوا ته تر اغزن تار لاندې بم ښخ کړی وو او ماشومان د اپرېل پر ۳۰مه هلته ګرځېدل چې د چاودنې ښکار شول.
دی وايي، دواړه ماشومان وروڼه دي او زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.
د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
په جنوبي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې په هغه ضلع کې وسلوال فعالیتونه زیات شوي او چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
دی وايي، د مې پر دویمه په سیمه کې د "ولسي پاڅون" په نوم غونډه کوي چې پکې له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.
د جنوبي وزیرستان ولس او فعالانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا له حکومته د ځمکلاندې بمونو پاکولو غوښتنې کړي دي. د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکو د اپرېل پر اوومه هم له چارواکو څخه د ماینونو پاکولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی. پوځ د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال د صوبې په بېلابېلو برخو کې ځمکلاندې بمونه او ناچاودلې مرمۍ پاتې شوې دي چاودنې یې وخت په وخت مرګژوبله اړوي.