د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي


د کوټه ګلیډیېټرز سعود شکیل (ښي لوري ته) او فېن ایلن د بیټېنګ پر مهال - د اپرېل ۱۲مې انځور.
د کوټه ګلیډیېټرز سعود شکیل (ښي لوري ته) او فېن ایلن د بیټېنګ پر مهال - د اپرېل ۱۲مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې لاهور قلندرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۳۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، کوټه ګلیډیېټرز ملتان سلطانز ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۹مه د سیالۍ پچه کوټه ګلیډیېټرز وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د ملتان سلطانز لوبغاړو ښه توپوهنه (بیټېنګ) و نه کړای شو او په یو بل پسې ژر، ژر وسوځېدل. د ملتان سلطانز ټول لوبغاړي په ۱۷ اوورونو کې په ۸۹ منډو وسوځېدل. محمد رضوان ۴۴ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. د کوټه ګلیډیېټرز خرم شهزاد څلور او محمد وسیم جونییر او فهیم اشرف دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې کوټه ګلیډیېټرز ټاکلی هدف په اووم اوور کې بې له کوم زیانه پوره کړ. فېن ایلن ۴۵ او سعود شکیل ۴۲ منډې وکړې.

د مې پر لومړۍ نېټه ملتان سلطانز له کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز او کوټه ګلیډیېټرز یو بل ته مخامخېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې پینځه واړه لوبې ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته کوټه ګلیډېټرز لوبډله له شپږو سیالیو څخه د څلورو په ګټلو اته پواینټه لري او دویم مقام ته پورته شوې ده.

لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز له خپلو شپږو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ، شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي خو د لاهور لوبډله د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر درېیم او کراچۍ کېنګز پر څلورم ځای ده.

پېښور زلمي له پینځو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور پواینټه لري او پر پینځم ځای ده.

ملتان سلطانز لوبډلې له اووه څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال پر وروستي مقام ده.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG