د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي له پوتینه غواړي چې "حملې ودروي" او د سولې پر موافقه دې سلا شي


له ارشیفه: دا تصویر د امریکايي ولسمشر ټرمپ او د هغه د روسي سیال پوتین د جلا انځورونو په یوځای کولو جوړ شوی.
له ارشیفه: دا تصویر د امریکايي ولسمشر ټرمپ او د هغه د روسي سیال پوتین د جلا انځورونو په یوځای کولو جوړ شوی.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، غواړي چې د ده روسی سیال ولادیمیر پوتین "حملې ودروي" او له اوکراین سره د جګړې ختمولو لپاره د سولې موافقې ته راضي شي.

نوموړي دا خبره په واټیکان کې د کیتلېک مسیحیانو د مشر پوپ فرانسېس د جنازې پر مهال له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره تر مخامخ لیدنې یوه ورځ وروسته کړې ده.

ټرمپ د اپرېل پر ۲۷مه د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې له پوتینه څه غواړي، وویل: "زه غواړم چې هغه حملې ودروي، کښېني او موافقه لاسلیک کړي."

نوموړي دا هم وویل چې د اپرېل پر ۲۶مه یې له زېلېنسکي سره ملاقات ښه وو خو په وینا یې چې فکر کوي اوکراینی ولسمشر د یو امتیاز یا رعایت په توګه روسیې ته د کرېمیا ټاپووزمې سپارلو ته تیار دی. البته دا هغه څه دي چې اوکرایني مشر په بیا بیا ویلي دي چې هېڅکله به یې و نه کړي.

خبریالانو چې له ټرمپه وپوښتل چې ایا زېلېنسکي له هغې خاورې "لاس اخیستو" ته تیار دی چې روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې په ناقانونه توګه نیولې او بیا له ځان سره الحاق کړې وه، نو هغه وویل، "هو فکر کوم" هغه تیار دی.

د اپرېل پر ۲۶مه د ټرمپ او زېلېنسکي تر ۱۵ منټو (دقیقو) پورې له یو بل سره ناست ول. دا د دواړو مشرانو ترمینځ د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپینه ماڼۍ کې تر بې سارې لفظي شخړې وروسته لومړی ملاقات وو.

امریکايي ولسمشر وویل، فکر کوي چې زېلېنسکي دا ځل "ارامه" وو او په وینا یې "پر وضعیت پوهېږي" او "غواړي موافقه وکړي."

زېلېنسکي وویل چې له ټرمپ سره یې ملاقات "خورا علامتي (سېمبولېک) وو" خو زیاته یې کړه چې "ګډو پایلو او موخو ته د رسېدو امکان" شته دی.

ټرمپ په جنورۍ کې د ولسمشرۍ دندې له پیلولو راهیسې په اوکراین کې د ۳۸ میاشتنۍ جګړې ختمول د خپلو مهمو لومړیتوبونو برخه ګرځولې او تېره میاشت یې پر دواړو خواوو د سمدستي اوربند غږ کړی وو.

هغه مهال زېلېنسکي د ټرمپ وړاندیز ومانه خو پوتین له واشنګټن سره د اوربند پر جزییاتو مذاکراتو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی او اوکراین یې هم پر وړاندې ځوابي بریدونه جاري ساتلي دي.

د اپرېل پر ۲۴مه پر پلازمېنې کییف د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په لوی برید کې ۱۲ تنه ووژل او ۹۰ ژوبل شول. امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه حمله غندلې وه.

XS
SM
MD
LG