د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کوټه ګلیډیېټرز او ملتان سلطانز له یو بل سره سیالي کوي


د کوټه ګلیډیېټرز لوبغاړي د پېښور زلمي د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۲مې انځور.
د کوټه ګلیډیېټرز لوبغاړي د پېښور زلمي د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۲مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې کوټه ګلیډیېټرز او ملتان سلطانز یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۲۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، کوټه ګلیډیېټرز پېښور زلمي ته په ۶۴ منډو ماتې ورکړه.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۷مه د سیالۍ پچه پېښور زلمي وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

کوټه ګلیډیېټرز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې. مارک چیپمن ۳۳ او سعود شکیل او کوشال مینډېس ۳۲، ۳۲ منډې وکړې. د پېښور زلمي الزاري جوزف درې، صایم ایوب دوه او لوک ووډ یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د پېښور زلمي بیټران تر ډېره په میدان کې پاتې نه شول او ژر، ژر وسوځېدل. د پېښور لوبډله په ۱۶م اوور کې په ۱۱۴ منډو وسوځېده. حسین طلعت ۳۹، محمد حارث ۱۷ او مېچل اووېن ۱۵ منډې وکړې. د کوټه ګلیډيېټرز فهیم اشرف پینځه، خرم شهزاد دوه او محمد عامر یو لوبغاړی وسوځاوه.

د اپرېل پر ۳۰مه اسلام اباد یونایټېډ او لاهور قلندرز د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې پینځه واړه لوبې ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز له خپلو شپږو او کوټه ګلیډیېټرز له پینځو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ، شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي خو د لاهور لوبډله د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر دویم او کوټه ګلیډیېټرز درېیم مقام ته رسېدلې ده.

کراچۍ کېنګز لوبډله پر څلورم او پېښور زلمي په لوی توپیر د اپرېل ۲۷مې سیالۍ تر بایللو وروسته پینځم ځای ته ښکته شوې ده.

ملتان سلطانز لوبډلې له شپږو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال پر وروستي مقام ده. د ملتان سلطانز لپاره اوس دا ډېره اړینه ده چې خپلې پاتې سیالۍ وګټي چې د اتلولۍ بل پړاو ته لاره ومومي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG