پولیس وايي، د کاناډا په وینکوور ښار کې یو بریدګر خلک په موټر وهلي دي او لږ تر لږه نهه تنه یې وژلي او یوشمېر یې ژوبل کړي دي.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د پولیسو په حواله وايي چې پېښه د اپرېل پر ۲۶مه (چې د پېښور او کابل د اپرېل له ۲۷مې سره سمون خوري) له ځايي وخت سره سم ماښام شاوخوا ۱۵ باندې اته بجې شوې ده.
د پولیسو دفتر پر ټولنیزو شبکو په بیان کې ویلي دي چې بریدګر خپل ګاډی د فېلېپینیانو د دودیزې مېلې پر مهال په خلکو وخېژاوه.
پولیسو د اپرېل پر ۲۷مه وویل چې په پېښه کې یوشمېر کسان ژوبل دي خو کره ارقام یې لا نه دي ورکړي.
د وینکوور د پولیسو لنډمهالي مشر سټیف رای ویلي دي چې هلته ولاړو خلکو یو ۳۰ کلن سړی ونیوه چې بیا یې پولیسو ته سپارلی دی.
د پولیسو دفتر د اپرېل پر ۲۷مه سهار وختي په بیان کې ویلي دي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا د "ترهګرۍ پېښه نه وه."
یوې عیني شاهدې کاراین نولادا اژانس ته ویلي دي چې خپل دوه لمسي یې د کوڅې یوې خوا ته کش کړل او له ګاډي څخه یې د هغوی ژغورلو لپاره ځان سپر کړ.
هغه وايي، ګاډي یې "لور په لاس ووهله چې ورسره سم هغه پرېوته خو ژر پاڅېده او په موږ پسې یې اخوا دېخوا کتل ځکه چې وېرېدلې وه."
نولادا زیاتوي چې د پېښې پر وخت ماشومانو چیغې وهلې، رنګونه یې تښتېدلي ول او خلکو "منډې وهلې."
رویټرز اژانس وايي، کاناډايي وزیراعظم او د لېبرال ګوند نوماند مارک کارني د اپرېل پر ۲۷مه د انتخاباتي کیمپېن ځنډولو اعلان وکړ.
یکشنبه (اتوار) په کاناډا کې د وفاقي انتخاباتو لپاره د کیمپېن وروستۍ ورځ ده او ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۸مه مېلیونونه وګړي د پارلېمان د غړو او نوي وزیراعظم غوره کولو لپاره رایې وکاروي.
کارني په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره غمرازي ښوولې او د محافظه کاره ګوند نوماند پییر پاليیېف ویلي دي چې د وینکوور فېلېپینیان یې په زړه کې دي او پر پېښه یې زښت خپګان ښوولی دی.
رویټرز اژانس وايي، د اپرېل پر ۲۷مه د پالییېف یوه انتخاباتي غونډه هم پلان شوې خو نوموړي لا د کیمپېن ځنډولو یا نه ځنډولو په اړه د اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.