د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کوټه ګلیډیېټرز او پېښور زلمي نن د یو بل پر وړاندې لوبېږي


د کوټه ګلیډېیټرز سعود شکیل د پېښور زلمي د بالر د توپ وهلو پر مهال - د اپرېل ۱۲مې انځور.
د کوټه ګلیډېیټرز سعود شکیل د پېښور زلمي د بالر د توپ وهلو پر مهال - د اپرېل ۱۲مې انځور.

کوټه ګلیډیېټرز او پېښور زلمي د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۲۷مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۶مه د سیالۍ پچه لاهور وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

ملتان سلطانز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې. محمد رضوان ۷۶، کامران غلام ۵۲ او یاسر خان ۲۴ منډې وکړې.

په ځواب کې لاهور قلندرز ټاکلی هدف په ۱۹ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. ډیرېل مېچل ۶۴، سکندر رضا ۴۰ او عبدالله شفیق ۳۴ منډې وکړې منډې وکړې.

د اپرېل پر ۲۹مه کوټه ګلیډیېټرز او ملتان سلطانز د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې پینځه واړه لوبې ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز له خپلو شپږو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ، شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي خو د لاهور لوبډله د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر دویم او د کراچۍ هغه پر درېیم ځای ده.

پېښور زلمي له پینځو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور، شمېرې ترلاسه کړې دي او پر څلورم ځای ده.

کوټه ګلیډیېټرز له څلورو څخه د دوو سیاليو په ګټلو څلور پواینټه ترلاسه کړي دي خو له پېښوره یې نېټ رن رېټ کم دی نو ځکه پر پینځم مقام ده.

ملتان سلطانز لوبډلې له شپږو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال پر وروستي مقام ده. د ملتان سلطانز لپاره اوس دا ډېره اړینه ده چې خپلې پاتې سیالۍ وګټي چې د اتلولۍ بل پړاو ته لاره ومومي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG