د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین پر پلازمېنه کییف د روسیې تر خونړي برید وروسته یو ورځنی ماتم اعلان کړی دی


اوکرایني چارواکي وايي د اپرېل ۲۴مې په برید کې ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
اوکرایني چارواکي وايي د اپرېل ۲۴مې په برید کې ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

اوکراین پر پلازمېنه کییف د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په برید کې د ولسي وګړو تر مرګژوبلې وروسته یو ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د اپرېل پر ۲۴مه د روسیې په لوی برید کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی او پکې د چارواکو په وینا، ۹۰ تنه ژوبل شول.

هغه برید امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ګرمولو ته اړ کړ.

چارواکي وايي، پر هم هغه ورځ روسیو ځواکونو پر ژېتومیر، دنیپروپېتروفسک، خارکیف، پولتاوا، خمېلنېڅکي، سومي او زپورېژیا سیمو هم حملې وکړې.

اوکرایني چارواکي وايي، پر کییف په هوايي برید لږ تر لږه ۲۵ رهایشي ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي او د یو وړکتون او ښوونځي په ګډون یوشمېر نورو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۴مه وویل چې د اپرېل پر ۲۵مه به یې په نورو هېوادونو کې د سفارتونو او قونسلګریو پر ودانیو ملي بیرغ نیم کښو وي.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې په داسې حال کې چې د کییف اوسېدونکي د خلکو په وژنه ویر کوي، د هېواد استخباراتي ادارې پلټنه کوي چې ایا په برید کې کارېدلي توغندي په شمالي کوریا کې جوړ شوي ول او که څنګه.

نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه وویل چې که دا خبره ریښتیا وي نو د مسکو او پیانګیانګ د "مجرمانه اېتلاف" نور شواهد به په ډاګه کړي.

هغه دواړو هېوادونو ته په اشاره وویل: "هغوی خلک وژني او په ګډه پر [انساني] ژوند ریشخند وهي."

د اپرېل پر ۲۴مه سهار وختي تر لمر خاته مخکې د توغنديو او بې پېلوټه الوتکو بريدونه تر هغه یوازې څو ساعته وروسته وشول چې سپینې ماڼۍ اوکراینيو چارواکو ته د امریکا د سولې وړاندیز په اړه یو ډول وروستی ضرب الاجل (مهلت) وړاندې کړ.

د سپينې ماڼۍ د هغه مهلت موخه پر اوکراین له ۳۸ میاشتو راهیسې د روسیې د روان یرغل پای ته رسول دي.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ، چې پر روسیې پر انتقاد کولو کې زړه نا زړه پاتې شوی، پر خپله ټولنیزه شبکه 'ټروت سوشل' په بیان کې برید وغنده.

ټرمپ د اپرېل پر ۲۴مه په بیان کې وویل: "زه پر کییف د روسیې پر حملو خوشاله نه یم."

نوموړي پوتین مخاطب کړ او و یې لیکل: "ولادیمیره، بس کړه! هره اونۍ ۵،۰۰۰ سرتېري وژل کېږي. راځه چې د سولې موافقې ته ورسو."

زېلېنسکي، چې پر کییف د حملې له وجې یې جنوبي افریقا ته خپل سفر مختصر کړ، یو ځل بیا په بشپړ ډول د هوايي بریدونو درولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې اوکراین باید خپل هوايي دفاعي نظام پیاوړی کړی چې د هېواد د خلکو د خوندیتوب ضمانت ورکړي.

په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی او اوکراین یې هم پر وړاندې ځوابي بریدونه جاري ساتلي دي.

د اپرېل پر ۱۶مه د اوکراین پر دوو سیمو د روسیې په حملو کې درې تنه ووژل او ۳۳ کسان ژوبل شول. د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې د دفاع وزارت وویل چې هوايي دفاعي نظام یې د اپرېل پر ۱۶مه شپې مهال د هېواد د شپږو سیمو په فضا کې ۷۱ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

داراز، په وروستيو کې د روسیې یو برید د اوکراین په شمال ختیځ وړوکي ښار سومي کې ۳۵ کسان ووژل او ټرمپ هغه حمله "یوه تېروتنه" وبلله.

XS
SM
MD
LG