د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کراچۍ کېنګز او کوټه ګلیډیېټرز نن سیالي لري


د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د یو بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۲مې انځور.
د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د یو بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۲مې انځور.

کراچۍ کېنګز او کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۲۵مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، پېښور زلمي لاهور قلندرز ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د پېښور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۴مه د سیالۍ پچه پېښور زلمي وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د لاهور لوبډلې ښه توپوهنه و نه کړای شوه او بیټران یې ژر، ژر یو په بل پسې وسوځېدل. د لاهور قلندرز ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې په ۱۲۹ منډو وسوځېدل. سکندر رضا ۵۲ او شاهین شاه اپرېدي ۱۶ منډې وکړې.

د پېښور زلمي الزاري جوزف درې او حسین طلعت او لوک ووډ دوه، دوه وېکټې واخیستې.

پېښور زلمي ټاکلی هدف په ۱۷م اوور کې د درې لوبغاړو په زیان پوره کړ. لوبډلمشر بابر اعظم ۵۶ او حسین طلعت ۵۱ منډې وکړې او دواړه ناسوځلي پاتې شول. د لاهور قلندرز شاهین شاه اپرېدي دوه او حارث رووف یوه وېکټه واخیسته.

د اپرېل پر ۲۶مه ملتان سلطانز او لاهور قلندرز د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې پینځه واړه لوبې ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته کراچۍ کېنګز له پينځو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام ده.

لاهور قلندرز او پېښور زلمي له پینځو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور، څلور شمېرې ترلاسه کړې دي. خو د لاهور لوبډله د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر درېيم مقام ده او پېښور زلمي پر څلورم ځای ده.

کوټه ګلیډیېټرز لوبډله له درو څخه د يوې سیالۍ په ګټلو پر پینځم مقام ده.

ملتان سلطانز لوبډلې له پینځو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال پر وروستي مقام ده. د ملتان سلطانز لپاره اوس دا ډېره اړینه ده چې خپلې نورې سیالۍ وګټي چې د اتلولۍ بل پړاو ته لاره ومومي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG