روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کييف په پراخو بريدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي او لسګونه نور يې ژوبل کړي دي.
د اپرېل پر ۲۴مه سهار وختي تر لمر خاته مخکې د توغنديو او بې پېلوټه الوتکو بريدونه تر هغه یوازې څو ساعته وروسته وشول چې سپینې ماڼۍ اوکراینيو چارواکو ته د امریکا د سولې وړاندیز په اړه یو ډول وروستی ضرب الاجل (مهلت) وړاندې کړ.
د سپينې ماڼۍ د هغه مهلت موخه پر اوکراین له ۳۸ میاشتو راهیسې د روسیې د روان یرغل پای ته رسول دي.
دا بريدونه په تېرو څو مياشتو کې له تر ټولو لویو حملو بلل کېږي چې په نتيجه کې یې د کیيف استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوې.
په وروستيو کې د لویديزو هېوادونو هغه هڅې اغېزناکې نه دې پاتې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي یا یو لنډمهالی اوربند رامينځته کړي، ځکه چې روسیه د خپلو بریدونو د کمولو کومه نخښه نه ښيي او اوکراین هم د امریکا له وړاندیزونه په شا شوی دی.
ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر ۲۳مه په لندن کې د لويديزو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران او لوړپوړي ډېپلوماټان د اوکراين د جګړې په اړه خبرې وکړي، خو هغه ناسته هغه مهال کم ارزښته شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پکې په وروستیو شیبو کې له ګډونه انکار وکړ.
راپورونه وایي، هغه پرېکړه تر ډېره د اوکراین د ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له خوا د هغه امریکايي وړاندیز د ردولو له امله شوې، چې له مخې یې واشنګټن ښایي د تور سمندرګي پر غاړه پر کريمیا ټاپو وزمه د روسیې واکمنۍ ته رسمي بڼه ورکړي. که داسې وشي نو دا به د امریکا په اوږدمهالې پالیسۍ کې يو ستر بدلون وي. همداراز، دا د اوکراین د هر چارواکي لپاره یو احتمالي سیاسي ځانوژنه ګڼل کېږي. کریمیا له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د روسیې تر اشغال لاندې ده.
تر دې مخکې امریکا ویلي ول چې که په څو ورځو کې د روسيې او اوکراين ترمينځ د سولې تړون عملي کېدو نخښې ښکاره نه شي نو ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د موافقې کولو له هڅو لاس واخلي.
اوکراین او روسیې دواړو په وروستيو کې په سعودي عرب کې د امریکا په مینځګړیتوب په خبرو کې ګډون وکړ، چې پایله یې یو محدود اوربند وو، خو تر دې زیات پرمختګ و نه شو او جګړې دوام وکړ.
د اپرېل پر ۱۶مه د اوکراین پر دوو سیمو د روسیې په حملو کې درې تنه ووژل او ۳۳ کسان ژوبل شول. د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې د دفاع وزارت وویل چې هوايي دفاعي نظام یې د اپرېل پر ۱۶مه شپې مهال د هېواد د شپږو سیمو په فضا کې ۷۱ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
داراز، په وروستيو کې د روسیې یو برید د اوکراین په شمال ختیځ وړوکي ښار سومي کې ۳۵ کسان ووژل، چې ټرمپ هغه حمله "یوه تېروتنه" وبلله.