د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات د بلدیاتي ادارو استازو د پرمختیايي چارو لپاره د پیسو نه ترلاسه کېدو ضد احتجاج کړی


د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو تر دې مخکې هم د واک او پیسو ترلاسه کولو لپاره غونډې او مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو تر دې مخکې هم د واک او پیسو ترلاسه کولو لپاره غونډې او مظاهرې کړې دي - انځور له ارشیفه.

د خيبر پښتونخوا د سوات په مينګوره کې منتخبو بلدياتي استازو د احتجاج پر مهال له صوبايي حکومته غوښتي چې ورته دې واک او د پرمختيايي کارونو لپاره پیسې ورکړي.

هغوی د اپرېل پر ۲۴مه په نشاط څلور لاره کې په يو ورځني احتجاجي کيمپ کې د پرلت پر مهال مشال راډيو ته وويل چې چې صوبايي حکومت وخت په وخت د فنډونو او اختياراتو ژمنې ورسره کړې دي چې تر اوسه یې نه دي عملي کړي.

تر دې وړاندې، د روان کال د فبرورۍ پر ۲۵مه د خيبر پښتونخوا په ګورنر ودانۍ کې د منتخبو بلدياتي استازو د ستونزو په اړه وربلل شوې غونډې (کنوېنشن) ته په وينا کې صوبايي ګورنر فيصل کريم کونډي ويلي ول، که صوبايي حکومت د منتخبو بلدياتي استازو ستونزې هوارې نه کړې نو تر وړوکي اختر وروسته ورسره يوځای د وزيراعلا د دفتر او صوبايي اسمبلۍ مخې ته پرلت وهي، خو نه صوبايي حکومت د بلدياتي استازو ستونزې هوارې کړې او نه ګورنر پرلت وواهه.

د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت لا تر اوسه په سوات کې د بلدياتي استازو غوښتنو ته ځواب نه دی ويلي، خو تر دې وړاندې یې د فبرورۍ پر ۲۱مه د صوبايي کابينې په غونډه کې د بلدیاتي ادارو یا حکومتونو په قانون کې يو بدلون تایید کړی وو او ويلي يې ول چې د بدلون موخه بلدياتي استازو ته اختيارات ورکول دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په تېرو وختونو کې ویلي چې د مالي ستونزو له وجې بلدیاتي ادارو ته د پیسو ورکړه ځنډېدلې.

په خیبر پښتونخوا کې په دوو پړاوونو، یعنې د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲ز کال په مې کې، بلدیاتي انتخابات شوي ول.

د صوبې د بلدیاتي ادارو د قانون د ۵۳مې مادې له مخې، د صوبې په کلنۍ بودیجه کې باید ۳۰ سلنه پیسې د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړې شي.

چارواکي وايي، د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال په بودیجه کې ۳۷ اربه روپۍ د بلدیاتي ادارو لپاره جلا شوې وي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا بلدیاتي استازو د پیسو د نه شتوالي او د حکومت نه پاملرنې له وجې مظاهرې کړې دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG