د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو د سیالیو په لړ کې د پېښور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اپرېل ۲۴مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې يوه ورځ وړاندې، اسلام اباد یونایټېډ ملتان سلطانز لوبډلې ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.
د ملتان په لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۳مه د سیالۍ پچه ملتان سلطانز وګټله او د بیټېڼګ (توپوهنې) پرېکړه یې وکړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو وېکټو په زیان ۱۶۸ منډې وکړې.
په ځواب کې اسلام اباد یونایټېډ ټاکلی هدف د ۱۸م اوور په پیل کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د اپرېل پر ۲۵مه کراچۍ کېنګز او کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې پینځه واړه لوبې ګټلې دي او په ۱۰ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته کراچۍ کېنګز له پينځو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام ده. لاهور قلندرز له څلورو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور شمېرې ترلاسه کړې دي او پر درېيم مقام ده.
پېښور زلمي له خپلو څلورو سیالیو یوه ګټلې، دوه پواینټه او نسبتاً ښه نېټ رن رېټ لري نو ځکه پر څلورم او کوټه ګلیډیېټرز لوبډله له درو څخه د يوې سیالۍ په ګټلو پینځم مقام ته رسېدلې ده.
ملتان سلطانز لوبډلې له پینځو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال پر وروستي مقام ده. د ملتان سلطانز لپاره اوس دا ډېره اړینه ده چې خپلې نورې سیالۍ وګټي چې د اتلولۍ بل پړاو ته لاره ومومي.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.