د اروپايي او د ناټو د غړي هېواد چېک جمهوريت د ځانګړو ځواکونو څلور غړي د يوه افغان سرتېري د مړينې په تړاو تورن شوي دي.
د چېک رسنيو د اپرېل پر ۲۲مه خبر ورکړی دی چې د برنو سیمه ییز عدالت دا "حساسه" قضیه تر ځانګړو شرایطو لاندې څېړي.
دا تر هغه وروسته ده چې په ۲۰۱۸ز کال کې د هرات ولایت په شینډنډ پوځي اډه کې د خان په نوم يو افغان د توماش پروخازکا په نوم يو چېکی سپي روزونکی په ډزو وواژه او دوه نور يې ژوبل کړل.
د چېکي ځواکونو له خوا تر نيول کېدو ژر وروسته د پوښتنو ګروېږنو پر مهال خان ومړ.
د چېک جمهوريت رسنۍ راپور ورکوي چې پر یادو سرتېرو د زورواکۍ (اختطاف یا شکنجې) او د امرونو د نه پيروي تورونه لګول شوي دي.