د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن لاهور قلندرز او ملتان سلطانز یو بل ته مخامخېږي


د لاهور قلندرز لوبغاړي د مخالفې لوبډلې د توپوهونکي پر سوځېدو خوشالي لمانځي ـ انځور له ارشيفه
د لاهور قلندرز لوبغاړي د مخالفې لوبډلې د توپوهونکي پر سوځېدو خوشالي لمانځي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو د سیالیو په لړ کې د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د ملتان په لوبغالي کې د اپرېل ۲۲مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، کراچۍ کېنګز لوبډلې پېښور زلمي ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه.

د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۱مه د پېښور لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اته وېکټو په زیان ۱۴۷ منډې وکړې.

په ځواب کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې خپلې څلور واړه لوبې ګټلې دي او په اتو پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده. تر دې وروسته کراچۍ کېنګز له پينځو څخه د درو سیالیو په ګټلو شپږ شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام ده. لاهور قلندرز له درو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور شمېرې ترلاسه کړې دي او پر درېيم مقام ده.

پېښور زلمي له خپلو څلورو سیالیو یوه ګټلې، دوه پواینټه او نسبتاً ښه نېټ رن رېټ لري نو ځکه پر څلورم او کوټه ګلیډیېټرز لوبډله له درو څخه د يوې سیالۍ په ګټلو پینځم مقام ته رسېدلې ده او دوه پواينټه لري.

ملتان سلطانز لوبډلې خپلې درېواړه سیالۍ بایللې دي او اوسمهال پر شپږم مقام ده.

د اپرېل پر ۲۳مه ملتان سلطانز او اسلام اباد يونايټېډ یو بل ته مخامخېږي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG