د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي


د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د پېښور زلمي د صایم ایوب په سوځېدو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.
د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د پېښور زلمي د صایم ایوب په سوځېدو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو د سیالیو په لړ کې د کراچۍ کېنګز او پېښور زلمي لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۲۱مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل پر ۲۰مه د سیالۍ پچه اسلام اباد یونایټېډ وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د کراچۍ لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اووه وېکټو په زیان ۱۲۸ منډې وکړې. ټېم سایفرټ ۳۰، عباس اپرېدي ۲۴ او سعد بېګ ۲۰ منډې وکړې. د اسلام اباد یونایټېډ شاداب خان، نسیم شاه او جېسن هولډر دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې ټاکلی هدف د ۱۸م اوور په پیل کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. شاداب خان ۴۷، اعظم خان ۳۱ او صاحبزاده فرحان ۳۰ منډې وکړې.

د کراچۍ کېنګز حسن علي دوه او محمد نبي او عباس اپرېدي یوه، یوه وېکټه واخیسته.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ خپلې څلورواړه لوبې ګټلې دي او په اتو پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام دی. تر دې وروسته لاهور قلندرز له درو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام ده. کراچۍ کېنګز له څلورو څخه د دوو سیالیو په ګټلو پر درېیم مقام ده.

کوټه ګلیډیېټرز له خپلو درو سیالیو یوه ګټلې، دوه پواینټه او نسبتاً ښه نېټ رن رېټ لري نو ځکه پر څلورم او پېښور زلمي لوبډله له درو څخه د لومړۍ سیالۍ په ګټلو پینځم مقام ته رسېدلې ده.

ملتان سلطانز خپلې درېواړه سیالۍ بایللې دي او اوسمهال پر شپږم مقام دی.

د اپرېل پر ۲۲مه لاهور قلندرز او ملتان سلطانز یو بل ته مخامخېږي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG