د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: روسیې د مسیحیانو د اختر په درناوي پر اوربند سربېره د جګړې پر لومړۍ کرښه حملې کړې دي


په کییف کې مسیحیان د ایسټر پر مهال په کلیسا کې عبادت کوي - د اپرېل ۲۰مې انځور.
په کییف کې مسیحیان د ایسټر پر مهال په کلیسا کې عبادت کوي - د اپرېل ۲۰مې انځور.

اوکراینی ولسمشر وايي، د مسیحیانو اختر (ایسټر) په درناوي د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو ورځني اوربند اعلان باوجود د اپرېل پر ۱۹مه شپې مهال د جګړې پر لومړۍ کرښه پر اوکراینیو سرتېرو حملې روانې وې.

رویټرز اژانس وايي، وولودیمیر زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۰مه پر ټولنیزو شبکو په بیان کې ویلي دي چې روسي ځواکونه د اوربند عمومي تاثر ورکوي خو د اوکراین پر یوشمېر برخو یې حملې کړې دي او د اپرېل پر ۱۹مه د ډزو سلګونه پېښې شوې دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس هم د زېلېنسکي له خولې ویلي دي چې روسیې د اپرېل پر ۱۹مه شپې مهال حملو ته دوام ورکړی وو.

دا تر هغې وروسته ده چې پوتین د اپرېل پر ۱۹مه د ایسټر په مناسبت عبادت ته تر تګ څو ساعته مخکې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د اپرېل تر ۲۰مې تر نیمې شپې پورې دې د جګړې پر لومړۍ کرښه "ټول پوځي فعالیتونه ودروي."

اوکراینی پوځ تاییدوي چې د جګړې پر لومړۍ کرښه جنګي فعالیتونه کم شوي دي خو جګړه نه ده درېدلې.

د روسیې خبري اژانسونو خبر ورکړی دی چې د اپرېل ۲۰مې پر سهار د روسیې تر واک لاندې په دونېڅک کې لږ تر لږه درې چاودنې اورېدل شوې دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د جګړې راپورونه نه شي تاییدولای.

تر دې مخکې امریکا ویلي ول چې که په څو ورځو کې د روسيې او اوکراين ترمينځ د سولې تړون عملي کېدو نخښې ښکاره نه شي نو ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د موافقې کولو له هڅو لاس واخلي.

زېلېنسکي ټینګار کړی دی چې کییف غواړي تر ۳۰ ورځو پورې اوربند وغځوي خو زیاته یې کړه چې که روسیه د یکشنبې (اتوار) پر ورځ هم جګړې ته دوام ورکوي نو اوکرایني ځواکونه به هم غبرګون ښيي.

اوکراین او روسیې دواړو په وروستيو کې په سعودي عرب کې د امریکا په مینځګړیتوب په خبرو کې ګډون وکړ، چې پایله یې یو محدود اوربند وو، خو تر دې زیات پرمختګ و نه شو او جګړې دوام وکړ.

د اپرېل پر ۱۶مه د اوکراین پر دوو سیمو د روسیې په حملو کې درې تنه ووژل او ۳۳ کسان ژوبل شول. د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې د دفاع وزارت وویل چې هوايي دفاعي نظام یې د اپرېل پر ۱۶مه شپې مهال د هېواد د شپږو سیمو په فضا کې ۷۱ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

داراز، په وروستيو کې د روسیې یو برید د اوکراین په شمال ختیځ وړوکي ښار سومي کې ۳۵ کسان ووژل، چې ټرمپ هغه حمله "یوه تېروتنه" وبلله.

XS
SM
MD
LG