د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ نن له یو بل سره سیالي لري


د پېښور زلمي لوبغاړي د ملتان سلطانز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.
د پېښور زلمي لوبغاړي د ملتان سلطانز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو د سیالیو په لړ کې د کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۲۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، پېښور زلمي لوبډلې ملتان سلطانز ته په ۱۲۰ منډو په ماتې ورکولو په ۱۰م پړاو کې خپله لومړۍ سیالي وګټله او دوه پواینټونه (شمېرې) یې ترلاسه کړل.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل پر ۱۹مه د سیالي پچه پېښور زلمي وګټله او لومړی یې د بیټېنګ (توپوهنې) پرېکړه وکړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۷ منډې وکړې. ټام کوهلر-کیډمور ۵۲، محمد حارث ۴۵ او عبدالصمد ۴۰ منډې وکړې.

د ملتان سلطانز ډېوېډ وېلي، مایکل برېسوېل او عبید شاه دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې ملتان سلطانز لوبډله په ۱۶م اوور کې په ۱۰۷ منډو وسوځېده. عثمان خان ۴۴، شای هوپ ۲۰ او محمود رضوان ۱۵ منډې وکړې.

د پېښور زلمي علي رضا څلور، محمد یعقوب درې او مېچل اووېن دوه وېکټې واخیستې.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ خپلې درېواړه لوبې ګټلې دي او په شپږو پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام دی. تر دې وروسته لاهور قلندرز او کراچي کېنګز له درو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور، څلور شمېرې ترلاسه کړې دي خو لاهور قلندرز د ټولو منډو د ښه کچ یا نېټ رن رېټ له کبله پر دویم او کراچۍ کېنګز لوبډله پر درېیم مقام ده.

کوټه ګلیډیېټرز له خپلو درو سیالیو یوه ګټلې، دوه پواینټه او نسبتاً ښه نېټ رن رېټ لري نو ځکه پر څلورم او پېښور زلمي لوبډله له درو څخه د لومړۍ سیالۍ په ګټلو پینځم مقام ته رسېدلې ده.

ملتان سلطانز خپلې درېواړه سیالۍ بایللې دي او اوسمهال پر شپږم مقام دی.

د اپرېل پر ۲۱مه کراچۍ کېنګز او پېښور زلمي یو بل ته مخامخېږي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG