د امریکا او ایران د لوړو پوړو چارواکو ترمينځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دویم پړاو د ايټاليې په پلازمېنه روم کې ترسره شو.
ایرانیو رسنیو ویلي چې دا خبرې په "رغنده فضا" کې وشوې. د ایران دولتي ټېلېويژن ویلي چې د عمان په منځګړتوب دا "غير مستقيمې" خبرې د اپرېل پر ۱۹مه سهار پیل شوې چې شاوخوا څلور ساعته یې دوام وکړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د امریکا او ایران پلاوي د عمان د سفیر په کور کې په جلا جلا خونو کې ناست ول او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي یې پیغامونه یو بل ته رسول.
د ایران او امریکا تر مينځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د لوړې کچې د خبرو لومړی پړاو د اپرېل پر ۱۲مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی وو.
د امريکا او ايران ترمينځ په دغو خبرو اترو کې د ايران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي د ایراني پلاوي او د منځني ختیځ چارو لپاره د امريکايي ولسمشر سلاکار سټیف وېټکوف د امریکايي پلاوي استازيتوب کوي.
عراقچي د اپرېل پر ۱۹مه په روم کې وويل چې د دواړو هېوادونو ترمينځ به د خبرو درېيم پړاو د اپرېل پر ۲۶مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې کېږي. نوموړي زياته کړه، باور لري چې د پوهانو پر کچ به تخنيکي خبرې د اپرېل پر ۲۳مه پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران د اټومي پروګرام ختمولو په اړه موافقه و نه شي، نو پر وړاندې به یې "پوځي ځواک" وکاروي.
د امریکا په ګډون لوېديز هېوادونه له تېرې اوږدې مودې راهیسې پر ایران تور پوری کوي چې هغه هېواد د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي. بلخوا ایران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي موخو لپاره دی.
تهران په ۲۰۱۵ز کال کې له نړيوالو ځواکمنو هېوادونو سره يو تړون ته رسېدلی وو چې له مخې يې پر هغه هېواد د نړيوالو د بنديزونه کمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.
خو ډانلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه ووت او پر ايران يې يو ځل بیا سخت بنديزونه ولګول چې له کبله يې تهران په تدريجي ډول له ژمنو پر شا کېدو ته وهڅېد.