د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سيمو او د پاکستان د خيبر پښتونخوا او پنجاب په يوشمېر سيمو کې زلزله راغلې ده چې پکې د مرګژوبلې راپورونه نه شته.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې د اپرېل پر ۱۹مه پر رېښتر پیمانې د زلزلې شدت ۵.۷ وو. اداره زياتوي چې د هغې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولايت له اشکاشم سيمې ۵۳ کيلوميټره ليرې او د ځمکې په ۹۴ کیلوميټره ژور تل کې وو.
د ادارې په وينا هغې زلزلې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان ځينې سيمې تر خپل پوښښ لاندې نيولي دي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هغه هېواد د خيبر پښتونخوا او پنجاب په يوشمېر ضلعو کې د زلزلې ټکانونه محسوس کړل شول او ځينې کسان له وېرې د څو شېبو لپاره له کورونو او ودانيو ووتل.