پېښور زلمي او ملتان سلطانز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې يوه ورځ وړاندې، کراچي کېنګز لوبډلې کوټه ګليډيېټرز ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.
تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ خپلې درېواړه لوبې ګټلې دي او په شپږو پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام دی. تر دې وروسته لاهور قلندرز او کراچي کېنګز له درو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور، څلور شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام دي.
کوټه ګلیډیېټرز له خپلو درو سیالیو یوه ګټلې او دوه پواینټه لري.
ملتان سلطانز او پېښور زلمي خپلې دواړه سیالۍ بایللې دي او په ترتیب پر پینځم او شپږم مقام دي. د اپرېل پر ۲۰مه کراچي کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره سیالي لري.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.