د لاسرسي ځای

تازه خبر

روبیو: که د روسیې او اوکراین ترمینځ د سولې تړون کېدو نخښې ښکاره نه شي نو ټرمپ به یې له هڅو لاس واخلي


مارکو روبیو په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره تر لیدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت له ودانۍ بهر وځي - د اپرېل ۱۷مې انځور.
مارکو روبیو په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره تر لیدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت له ودانۍ بهر وځي - د اپرېل ۱۷مې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری کړی دی چې که په څو ورځو کې د روسيې او اوکراين ترمينځ د سولې تړون عملي کېدو نخښې ښکاره نه شي نو ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د موافقې کولو له هڅو لاس واخلي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۸مه په پاریس کې له اروپايي او اوکرایني مشرانو سره تر لیدنې وروسته کې وویل، امريکا نه غواړي چې دا هڅې د اونیو او میاشتو لپاره وغځوي. "اوس باید ډېر ژر، یعنې د څو ورځو په موده کې، دا معلومه کړو چې دا هوکړه راتلونکو اونیو کې ممکنه ده که نه."

هغه زیاته کړه: "که موږ دومره یو له بله لیرې یو چې هوکړې ته رسېدل ناممکنه وي، نو زه فکر کوم ولسمشر [ډانلډ ټرمپ] به ووایي: 'بس، نوره ختمه ده.'"

فرانسې، برېتانيې، جرمني او اوکراين لا په سمدستي توګه د روبیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.

خو درو اروپايي سفارتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سپینې ماڼۍ د زغم کچه د روسیې د "نه همکارۍ" له امله "ټیټه" شوې ده.

بلخوا د کرېملېن ویاند دېمیتري پېسکوف ویلي چې د سولې د تړون په برخه کې یو څه پرمختګ شوی، خو د هغه په وينا، له واشنګټن سره تماسونه سخت دي.

نوموړي زیاته کړې چې روسیه هڅه کوي شخړه پای ته ورسوي، خو په وینا یې، دا کار باید د روسیې د ګټو د خوندي کېدو ترڅنګ وشي.

ټرمپ د خپل انتخاباتي کيمپېن پر مهال ژمنه کړې وه چې د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته تر ورتګ یوازې ۲۴ ساعته وروسته به د اوکراین جګړه ختمه کړي خو کله چې واک ته ورسېد، دا ادعا یې نرمه کړه او په اپرېل یا مې میاشتې کې یې د یوې هوکړې کېدو هیله څرګنده کړه.

اوکراین او روسیې دواړو په وروستيو کې په سعودي عرب کې د امریکا په مینځګړیتوب په خبرو کې ګډون وکړ، چې پایله یې یو محدود اوربند وو، خو تر دې زیات پرمختګ و نه شو.

اوسمهال د دواړو خواوو ترمینځ جګړه روانه ده او د اپرېل پر ۱۶مه د اوکراین پر دوو سیمو د روسیې په حملو کې درې تنه ووژل او ۳۳ کسان ژوبل شول. د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې د دفاع وزارت وویل چې هوايي دفاعي نظام یې د اپرېل پر ۱۶مه شپې مهال د هېواد د شپږو سیمو په فضا کې ۷۱ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

داراز، په وروستيو کې د روسیې یو برید د اوکراین په شمال ختیځ وړوکي ښار سومي کې ۳۵ کسان ووژل، چې ټرمپ هغه حمله "یوه تېروتنه" وبلله.

XS
SM
MD
LG