کراچۍ کېنګز او ملتان سلطانز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۸مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس اسلام اباد یونایټېډ خپلې درېواړه لوبې ګټلې دي او په شپږو پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام دی. تر دې وروسته لاهور قلندرز له درو څخه د دوو سیالیو په ګټلو څلور شمېرې ترلاسه کړې دي او پر دویم مقام دی.
کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز له خپلو دواړو سیالیو یوه، یوه ګټلې او دوه، دوه پواینټه لري. خو د کوټې لوبډله د ټولو منډو د جوړولو نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ له کبله پر درېیم او د کراچۍ هغه پر څلورم مقام ده.
ملتان سلطانز او پېښور زلمي خپلې دواړه سیالۍ بایللې دي او په ترتیب پر پینځم او شپږم مقام دي. د اپرېل پر ۱۹مه پېښور زلمي او ملتان سلطانز له یو بل سره سیالي لري.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.