کراچۍ کېنګز او ملتان سلطانز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۸مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې اسلام اباد یونایټېډ ملتان سلطانز ته په ۴۷ منډو ماتې ورکړه.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل پر ۱۶مه د سیالۍ پچه ملتان سلطانز وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
اسلام اباد یونایټېډ په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۲۰۶ منډې وکړې. صاحبزاده فرحان ۵۳، کولېن منرو ۴۸ او حیدر علي ۳۸ منډې وکړې. د ملتان سلطانز کرېس جورډن دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د ملتان سلطانز ټول لوبغاړي په ۱۹م اوور کې په ۱۵۵ منډو وسوځېدل. محمد رضوان ۳۸، افتخار احمد ۳۲ او عثمان خان ۳۱ منډې وکړې.
د اسلام اباد اباد یونایټېډ جېسن هولډر څلور او عماد وسیم دوه لوبغاړي وسوځول.
د اپرېل پر ۱۹مه پېښور زلمي او ملتان سلطانز له یو بل سره سیالي لري.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.