اسلام اباد های کورټ د سرښار او پنجاب پولیسو ته امر کړی دی چې په دوو اونیو کې دې د هغو څلورو افغان وروڼو درک ولګوي چې له څه باندې یو کال راهیسې ورک دي.
هغه افغانان د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې له اسلام اباده ورک شوي ول او له هغه وخت راهیسې یې د ځای ځایګي پته نه لګي.
د هغوی مور ګل سیما د هغوی د ورکېدو پرضد اسلام اباد های کورټ ته غوښتنلیک ورکړی وو.
د اپرېل پر ۱۶مه د های کورټ قاضي محمد اصف د اورېدنې پر مهال له سیما سره په پښتو وغږېد او بیا یې د هغې خبرې د پولیسو لوړپوړو چارواکو ته وژباړلې.
هغه وویل: "د ورکو کسانو مور وايي، د تېر کال له اګست راهیسې های کورټ ته ورځي. که زامن یې مړه وي نو باید ورته وویل شي."
اورېدنې ته د اسلام اباد، راولپېنډۍ او لاهور د پولیسو مشران هم حاضر شوي ول.
د اسلام اباد د پولیسو مشر عدالت ته وویل چې لا د هغو ورکو وروڼو پته نه ده لګېدلې او د موندلو لپاره یې ورڅخه نور وخت وغوښت.
قاضي اصف هغوی ته وویل چې له اتو میاشتو راهیسې د قضیې اورېدنه کوي او پولیس ورته هر ځل وايي چې بې درکه کسان یې نه دي موندلي او ورڅخه وخت غواړي.
نوموړي وروسته پولیسو ته په دوو اونیو کې د هغوی د موندلو امر وکړ او اورېدنه یې وځنډوله.