د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي


د اسلام اباد يونايټېډ توپ اچوونکی د پېښور زلمي د لوبډلمشر بابر اعظم په سوځولو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۴مې انځور.
د اسلام اباد يونايټېډ توپ اچوونکی د پېښور زلمي د لوبډلمشر بابر اعظم په سوځولو خوشالي کوي - د اپرېل ۱۴مې انځور.

کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د کراچۍ په لوبغالي کې د اپرېل ۱۵مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې اسلام اباد يونايټېډ لوبډلې پېښور زلمي ته په ۱۰۲ منډو ماتې ورکړه.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اپرېل پر ۱۴مه د سیالۍ پچه اسلام اباد يونايټېډ وګټله او لومړی یې توپ وهنه (بېټينګ) غوره کړه. اسلام اباد يونايټېډ په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پينځو لوبغاړو په زیان ۲۴۳ منډې وکړې. صاحبزاده فرحان پر ۵۲ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د پېښور زلمي حسين طلعت او الزاري جوزېف دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پېښور زلمي زياتره توپوهونکو (بېټرانو) ښه لوبه و نه کړای شوه او ژر، ژر وسوځېدل. د پېښور زلمي ټول لوبغاړي په ۱۹م اوور کې په ۱۴۱ منډو وسوځېدل. محمد حارث پر ۴۷ توپونو ۸۷ منډې وکړې.

د اسلام اباد يونايټېډ عماد وسيم درې او بين دوارشويس او شاداب خان دوه، دوه وېکټې واخیستې.

د اپرېل پر ۱۶مه اسلام اباد يونايټېډ او ملتان سلطانز لوبډلې په راولپېنډۍ کې له یو بل سره سیالي کوي.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې.

پاکستان کرکټ بورډ وايي چې په پي اېس اېل کې سږ کال ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG