د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف وايي بېلاروس ته به له ۱۵۰،۰۰۰ زيات مسلکي کارکوونکي لېږدوي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه د بېلاروس له ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا سره په مينسک کې وليدل.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه د بېلاروس له ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا سره په مينسک کې وليدل.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي دي چې د بېلاروس له ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا سره يې موافقه کړې چې له پاکستانه به له ۱۵۰,۰۰۰ زيات مسلکي کارکوونکي هغه هېواد ته استوي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۱مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي چې له بېلاروس سره به د کرنې، د خوراکي توکو د خونديتوب، او د برقي بسونو او کرنیزو ماشینونو د جوړولو په برخو کې همکاري لا زياته کړي.

شهباز شریف د اپرېل پر ۱۰مه له وزیرانو او لوړپوړو چارواکو سره د بېلاروسي ولسمشر الېکساندر لوکاشېنکا په بلنه هغه هېواد ته دوه ورځنی سفر وکړ.

پاکستان او بیلاروس د اپریل پر ۱۱مه یو شمېر تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړل چې موخه یې په یو شمېر څانګو کې همکاري پیاوړې کول ده.

تر دې مخکې لوکاشېنکا د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې له یو پلاوي سره اسلام اباد ته تللی وو. هغه مهال د دواړو هېوادونو چارواکو د مسلکي زدکړو، روغتيا، ساينس او ټېکنالوژۍ، تجارت، چاپېريال او اقليمي بدلون، د ناورينونو د نظم او د تورو پيسو د سپينولو او د ترهګرۍ د تمويل مخنیوي لپاره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو ترڅنګ په ځينو نورو څانګو کې هم تفاهمليکونه او موافقې لاسلیک کړې وې.

XS
SM
MD
LG