د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د پولیسو مشر پر ګاډي بمي چاودنه کې هغه روغ رمټ وتلی دی.
د شانګلې د پولیسو ویاند عمر رحمان مشال راډيو ته وویل چې د اپرېل پر ۱۲مه غرمه مهال د شانګلې پوليسو مشر شاه حسن پر ګاډي هغه وخت د رېموټ کنټرول بمي چاودنه وشوه کله چې نوموړی د يوشمېر پوليسو په قافله کې د خوړ شيکولۍ سيمې چوګا پوليس تاڼې په حدودو کې روان وو.
عمر رحمان زياتوي، په هغه چاودنه کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی، البته د پوليسو د ضلعي مشر ګاډی زيانمن شوی دی.
د سیمې د پولیسو ویاند په خبره، پوليسو هلته د وسلوالو خلاف د لټون عملیات پیل کړي ول چې چاودنه ورباندې وشوه. نوموړي زياته کړه چې تر پېښې وروسته هغې سيمي ته نور پوليس هم رسېدلي او د وسلوالو خلاف د لټون عملیات روان دي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې او بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر ډلې فعالې دي چې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.
بلخوا د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې ويلي چې د روان کال په مارچ کې په هغه هېواد کې ټولې ۱۰۵ حملې او په غبرګون کې یې نښتې وشوې چې پکې د ۷۳ امنیتي سرتېرو او ۸۸ مشکوکو وسلوالو په ګډون ۲۲۸ تنه ووژل شول. رپورټ وايي، په هغو پېښو کې ۲۵۸ تنه ژوبل شول چې نیمايي یې امنیتي سرتېري او نیمايي ولسي وګړي ول.