د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي ولسمشر لوړپوړی سلاکار په ناڅاپي سفر مسکو ته تللی دی


سټیف وېټکوف د منځني ختیځ چارو لپاره د سپینې ماڼۍ سلاکار دی - پخوانی انځور.
سټیف وېټکوف د منځني ختیځ چارو لپاره د سپینې ماڼۍ سلاکار دی - پخوانی انځور.

د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو لوړپوړی سلاکار سټیف وېټکوف په داسې حال کې په ناڅاپي سفر روسیې ته رسېدلی چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره ډېپلوماټيکې هلې ځلې روانې دي.

په دې ترڅ کې په واشنګټن کې د امریکا او اوکراین ترمینځ خبرې او د جرمني او برېتانیې په مشرۍ په برسلز کې غونډه هم شامله ده.

د کرېملېن ویاند دېمیتري پېسکوف د روسیې دولتي رسنیو ته ویلي دي چې د منځني ختیځ چارو لپاره د امریکايي ولسمشر ځانګړی استازی سټیف وېټکوف د اپرېل پر ۱۱مه مسکو ته ورسېد. هغه د ایران اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره عمان ته روان وو خو په مسکو کې ایسار شو.

پېسکوف ویلي چې نور معلومات به د هغه او ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمینځ تر خبرو وروسته شریک کړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ویلي دي چې وېټکوف له رسېدو سره سم د کرېملېن نېږدې کس او روسیې د پانګونې صندوق له مشر کیرېل دېمېتریېف سره ولیدل.

دواړو چارواکو تېره اونۍ په واشنګټن ډي سي کې هم لیدلي ول او د دوه اړخیزه تعلقاتو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې وې.

په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی.

د اپرېل پر شپږمه روسیو ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بیلېسټېک توغندی وویشت او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم وغورځاوه. پر کییف په برید کې د ازادۍ په نوم د یو ټېلېوېژن وداني په نخښه شوه او پکې یو کس ووژل او لږ تر لږه درې ژوبل شول.

پر هم هغه ورځ د روسیې د دفاع وزارت وویل، اوکراین په هغه هېواد کې پر اهدافو ۱۱ ډرونونه ویشتلي دي.


XS
SM
MD
LG