د امریکا پوځ وایي چې د هغو درېیو امریکایي سرتېرو مړي د ولاړو اوبو په یوه دڼد کې موندل شوي، چې څو ورځې مخکې په اروپايي هېواد لېتوانیا کې د یوه پوځي تمرین پرمهال ورک شوي ول.
د هغه راپور له مخې، چې د مارچ پر ۳۱مه خپور شو، د امریکا د پوځ د اروپا او افریقا قوماندانۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې دا درې سرتېري د مارچ د ۲۵مې په لومړیو ساعتونو کې هغه مهال ورک شول، چې د یوه تاکتیکي پوځي ګاډي د ترمیم او لېږد ماموریت یې ترسره کاوه.
د بیان له مخې، د دغو درېیو سرتېرو هویت به تر هغه وخته افشا نه شي، چې د هغوی کورنیو ته خبر نه وي ورکړل شوی.
د مشال راډيو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، د دې درېیو سرتېرو زغروال ګاډی د مارچ پر ۳۰مه غرمه په ډنډ کې وموندل شو، خو د څلورم سرتېري برخليک لا هم معلوم نه دی.
په تېرو شپږو ورځو کې د دغو سرتېرو د موندلو لپاره د لېتوانیا او بېلاروس پولې ته نېږدې د ژغورنې عملیات پیل شوي ول.
د لېتوانیا ولسمشر وایي چې د څلورم سرتېري د موندلو لپاره لټون لا هم روان دی.