د خیبر پښتونخوا په شانګله په يوه ټرافيکي پېښه کې پينځه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي.
د شانګلې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) او د ځايي اوسېدونکو په وينا، د مارچ پر ۲۷مه د هغې ضلعې په غرييزه سيمه مارتونګ کې مینګورې ته پر لاره یو ګاډی "سلګونه فوټه" لاندې کندې ته پرېوت چې پکې سپاره پینځه تنه ووژل او درې ژوبل شول.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د پېښې ښکار کسان یې په کټونو کې له کندې څخه پورته سړک ته یوړل چې بیا مرستندویه کارکوونکو لومړی د الپورۍ او وروسته د سيدو شريف روغتون ته ولېږدول.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم خو چارواکي وايي چې پلټنې کوي.
په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.
د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.
د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.
د جنورۍ پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د ګاډو ټکر په پېښه کې اته تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.
تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پای کې په سیند او پنجاب کې په دوه جلا جلا پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي ول.