د خیبر پښتونخوا کروندګر وايي، شړکنده باران، ږلۍ او سیلۍ په پېښور، چارسده، ملاکنډ، بونېر او یوشمېر نورو سیمو کې ولاړ فصلونه زیانمن کړي دي.
د موسمي چارو اداره وايي، د خیبر پښتونخوا په میداني او غرییزو سیمو کې د مارچ له ۲۵مې تر ۲۷مې د بارانونو، تېزو بادونو او ږلۍ لړۍ روانه وه او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هم د ورښتونو اټکل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د کروندګرو د ټولنې مشر رضوان الله خان د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د ورښتونو له وجې د غنمو تیار فصل زیانمن شوی او د مېوو باغونه یې خراب کړي دي.
نوموړی وايي، پاکستان د پیسو نړیوال له صندوقه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې چارو لپاره مرسته ترلاسه کوي نو حکومت دې د خیبر پښتونخوا له کروندګرو سره هم مرسته وکړي.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند انور شهزاد د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي چې د تېرو درو ورځو په ورښتونو کې یې لا زیانونو راپور نه دی ترلاسه کړی.
تر دې مخکې د فبرورۍ په پای کې په خیبر پښتونخوا کې بارانونو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي ول.
بل پلو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۰ کې د بارانونو او واورو د ورښت اټکل کړی دی او په ځینو ځایونو کې یې د سېلابونو او په سیندونو کې د اوبو کچې لوړېدو خبرداری ورکړی دی.
ریاست د مارچ پر ۲۶مه په بیان کې وویل چې د بدخشان، کندوز، بلخ، پروان، کاپیسا، ننګرهار، غور، بادغیس، او بامیان په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې د باران او په سالنګونو کې د واورې ورېدو امکان دی.
د هوا پېژندنې ادارې په هغو ولایتونو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي میټرو پورې د باران او له ۱۵ تر ۵۰ سینټي میټرو پورې د واورې اټکل کړی دی.
د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت خبرداری ورکړی دی چې د مارچ تر ۲۹مې پورې د ورښتونو له امله د سېلابونو احتمال هم شته.
طالب چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې وویل چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.
تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.