امریکايي پوځ په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي وسلوالو پر ضد لوی بریدونه پيل کړي او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې سمدستي دې د امریکا له خوا د ترهګرې اعلان شوې هغې ډلې ملاتړ بند کړي.
د مارچ پر ۱۵مه په سور سمندرګي کې له امريکايي بېړيو څخه هغه هوايي بریدونه حوثي یاغيانو ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر خبرداري وروسته ترسره شول.
هغه پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل لیکلي ول چې که حوثيان پر اسراييلو د توغندیو ويشتل او په خليج کې پر کښتیو بریدونه بس نه کړل نو "د اور باران" به پرې وکړي.
حوثي چارواکو ويلي چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي او نهه ژوبل دي. خو په خپلواکه توګه د هغې دعوې تصديق نه شي کېدلی.
حوثي ياغيانو په تېرو ۱۸ مياشتو کې پر کښتيو ګڼ بریدونه کړي دي او وايي هغه حملې د اسراييلو او حماس په جګړه کې د فلسطينيانو په ملاتړ ترسره کوي. امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي.
امریکايي ځواکونو تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسمېبر کې هم په یمن کې د حوثیانو پر اهدافو بمباري کړې وه.