د فېنلينډ يو ضلعي عدالت یو روسی وګړی د اوکراین په ختیځ کې د جنګي جرمونو په تور محکوم کړی او هغه ته یې د ټول عمر بند سزا اورولې ده.
د فېنلينډ د لوی څارنوال دفتر د مارچ پر ۱۴مه سختدريځه روسی ملتپال یان پېتروفسکي، چې د وویېسلاف توردن په نوم هم پېژندل کېږي، په اوکراین کې په ۲۰۱۴ز او ۲۰۱۵ز کلونو کې په جنګي جرمونو تورن کړ.
نوموړی د ۲۲ اوکراینيو سرتېرو په وژنه او د څلورو نورو په ژوبلېدو کې ککړ بلل شوی دی.
توردن، چې د "روسیخ سبوتاژ ډلې" پخوانی قومندان وو، د اوکراین د ختیځ په دونېڅک او لوهانسک سیمو کې د اوکراینيو ځواکونو پر ضد جنګېده.
د عدالت د اسنادو له مخې، هغه د جنګي قوانینو د سرغړونې او له ژوبلو او وژل شويو دښمنو سرتېرو سره په ظالمانه چلند تورن بلل شوی دی.